د سرې میاشتې ټولنې په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سلګونه کورنیو سره مرسته وکړه.

0
97

د سرې میاشتې ټولنې په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سلګونه کورنیو سره مرسته وکړه.

10 اکتوبر 2022

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند پخپله ټویټر پاڼه ورکړي چې تیره ورځ د میزان په ۱۷مه د خوست ولایت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ د ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

هغه زیاته کړه چې دا مرستې د نادرشاه کوټ ولسوالس د اوم مقبل، څووي، الماره، میرګوړي، ګلوربه، څرمښکې، پوکې، کاڼي، چرمیر، ځنخېل، او شمباووت کلیو کې د ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته وویشل شوې.

 

په دغه مرستو کې یوه بسته ژمنۍ البسه او ۶ قلمه نوره مرسته وویشل شوه، یاده مرسته کې ټولټال ۲۵ ټنه اوړه، ۳ ټنه وریژې، ۱ ټن لوبیا، ۲ ټنه دال، ۱ ټن نخود، ۳ جوړې څپلۍ او یوه بسته ژمنۍ البسه وویشل شول.

اړوند موضوعات

د افغاني سرې میاشتې ټولنې میدان وردګ کې د ۴۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

 

همدا راز وړمه ورځ د ننګرهار ولایت په مهمندره ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله ۶۵۰ زیانمنو کورنیو ته شپږ نیم میلیونه (۶،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وویشل وویشل شوه، په یاده مرسته کې هرې زیانمنې کورنۍ ته ۱۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

همدا راز

Leave a reply