د افغاني سرې میاشتې ټولنې میدان وردګ کې د ۴۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې میدان وردګ کې د ۴۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
10 اکتوبر 2022
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند پخپله ټویټر پاڼه ورکړي چې دغه ټولنې نن ورځ د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ بیلابیلو سیمو کې د ۴۴۵ هغه کورنیو سره چې په دا وروستیو کې سیلاب ځپلې وې، نغدي مرسته او کومک وکړو.
هغه زیاته کړه چې په دایمیرداد ولسوالي د للندر، بخشک، شاهي خېل، نازک خېل، دولت شاه، چنګه، دوراني، سپن دیوال، میران، احمدخېل، دالان، چتو، تنګي سیدان او یو شمېر نورو کلیو ۴۴۵ سیلاب ځپلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴۴۵۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه، یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته لس لس زره افغانۍ ورکړل شوې.
اړوند موضوعات
د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن په کابل کې د زرو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
څلور ورځې وړاندې هم د دې ولایت د سید آباد ولسوالۍ د مختلفو سیمو له ۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته کړې وه.