د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن په کابل کې د زرو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن په کابل کې د زرو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
9 اکتوبر 2022
نن د میزان په ۱۷مه د افغاني سرې میاشتې ټولنې پخپله یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ټولنې له لوري د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په سیمه کې زر (۱۰۰۰) اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو ۷ قلمه مواد وویشل شول.
پدغه ویشل شویو خوراکي توکو کې ټولټال ۵۰ ټنه اوړه، ۱۰۰۰۰ لیتره غوړي، ۱۰ ټنه وریژې، ۱۰ ټنه نخود، ۱۰ ټنه مکروني، ۶ ټنه خرما او دوه ټنه مالګه شامل وو.
اړوند موضوعات
د بیات خیریه بنسټ د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ سره مرسته وکړه.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ورته وخت کې د هیواد په جنوبي ولایتونو کې خلکو ته د روغتیا په برخه کې د شمپو او صابونونو د ویش لړۍ هم روانه کړی چې تر اوسه زرګونه خلکو ته زیات شمیر صابونونه ورکړل شوي.