د بیات خیریه بنسټ د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ سره مرسته وکړه.

0
99

د بیات خیریه بنسټ د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ سره مرسته وکړه.

5 اکتوبر 2022

د بیات خیریه بنسټ مسوولین وايي، د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ په سلګونو کورنیو ته یې د وروستیو سیلابونو له امله خوراکي توکي وېشلي دي.

د بیات خیریه بنسټ د مرستیال په وینا، په دغو مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شامل دي، چئ پر مستحقینو وېشل شوي او په راتلونکي کې به د دغه بنسټ له خوا پر زیانمنو شویو کسانو نورې مرستې هم وویشل شي.

د بيات خیریه بنسټ مرستيال حاجي محمد اسماعيل شاه سمندر وويل: بيات بنسټ تل د افغانستان د ګرانو خلکو په خدمت کې دى، په تېره بيا له وروستيو سېلابونو او زلزلو وروسته چې په بېلابېلو سيمو کې رامنځته شول.

هغه زیاته کړه: “له نېکه مرغه نن د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ ته ورسېدو.” دلته هم د اوړو، غوړیو او وریجو په ګډون د خوراکي توکي د خپلو یو شمېر عزیزانو هېوادوالو ته چې سیلاب ځپلي دي وېشو.»

هغه کورنۍ چې له دغو مرستو څخه برخمنې شوي، د بیات خیریه بنسټ له مرستو څخه د مننې ترڅنګ له نورو مرستندویه بنسټونو څخه هم غوښتنه کوي چې له دوی سره لازمې مرستې وکړي.

اړوند موضوعات

د خوړو نړیوال پروګرام: په تېر یوه کال مو په افغانستان کې له ۲۱ میلیونه کسانو سره مرستې کړې دي.

 

د بیات خیریه بنسټ مسوولین وايي، هڅه کوي چې د ژمي موسم په رانژدې کېدو سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له اړمنو کورنیو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

Leave a reply