د خوړو نړیوال پروګرام: په تېر یوه کال مو په افغانستان کې له ۲۱ میلیونه کسانو سره مرستې کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: په تېر یوه کال مو په افغانستان کې له ۲۱ میلیونه کسانو سره مرستې کړې دي.
1 اکتوبر 2022
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په تېر کال کې يې له هر پنځو تنو څخه دوه افغانانو ته مرستې رسولې دي.
دغه بنسټ د جمعې په ورځ (د میزان په ۸ مه) په خپله ټویټر کې لیکلي چې په تېر یوه کال کې یې په افغانستان کې له ۲۱ میلیونه او ۴۰۰ زرو کسانو سره مرستې کړې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه چې د دغه سازمان مرسته د «افغانستان او قحطۍ تر منځ د وروستیو پاتې خنډونو» له جملې څخه ده.
په افغانستان کې بې وزلي زیاته ده، چې زیات خلک سوال ته اړ دي، په کابل کې د ماشومانو د کارګرانو له ډلې څخه محمد وويل: «له اتو کلونو راهيسې کار کوم. ما هر څه کړي دي، پشمول د بوټانو رنګول، د پلاستيک پلورل، د اوبو خرڅول او شګې اچول.”
خو د اسلامي امارت چارواکي وايي، هڅه کوي د اقتصادي پروژو په پلي کولو او له سیمې سره د اقتصادي تعامل له لارې د هېواد اوسنۍ ستونزې هوارې کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل: هغه پرمختیايي پروژې چې په هیواد کې ورته اړتیا لیدل کیږي، پیل شي. د کانونو د استخراج په اړه ګامونه پورته کیږي.»
اړوند موضوعات
افغان حکومت وايي له نړیوالې ټولنې سره د ژورو او رسمي اړیکو غوښتونکي دي
په همدې حال کې یو شمېر نړیوالو سازمانونو راتلونکی ژمی د افغانستان د خلکو لپاره د سخت ژمي په توګه وړاندوینه کړې چې له امله یې میلیونونه خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.





