پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلو سره وکتل.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلو سره وکتل.
8دسمبر 2022
پیښو ته د رسیدو په چارو کې د افغانستان اسلامي امارت وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت مرستیال نن د پکتیکا ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلو سره وکتل.
خبر زیاتوي: مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او زلزله ځپلو ته د مرستو د تنظیم کمېسیون سرپرست نن سهار په خپل کاري دفتر کې د ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلو سره وکتل او د هغوۍ ستونزې یې واورېدې.
په دي کتنه کې د ګیان خلکو د افغانستان اسلامي امارت او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت څخه زلزله ځپلو ته په وخت سره رسېدنې لپاره مننه وکړه، او خپلې ستونزې، ننګونې او غوښتنې یې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال سره شریکې کړې.
مولوي شرف الدین مسلم د ګیان خلکو ته ژمنه ورکړه چې د هغوۍ ستونزې به حل شي او هغو کسانو ته چې کورونه یې په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي دي کورونه به یې بیا په معیاري توګه د طبیعي پېښو پر وړاندې ترمیم او ورغول شي.
اړوند موضوعات
پیښو سره د مبارزې وزارت: میدان وردګ ولایت کې د لسګونو اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
نوموړي زیاته کړه چې د راتلونکي ژمي لپاره به هغوۍ ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې هم ووېشل شي.






