میدان وردګ کې د یوه ستر ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

0
180

میدان وردګ کې د یوه ستر ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

8 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت په همغږۍ سویډن له لوري یو ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

خبر زیاتوي: د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سیمه ییز دفتر د کليو پراختيا، د ښوونې او روزنې پروګرام تر چترلاندې په اول خيلو کلي کې د حضرت عمر فاروق (ض) په نامه د یوه لوی ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

اړوند موضوعات

ملګرو ملتونو پراختیایي اداره: راتلونکي کلونو کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې(UNDP) فعالیتونه زیاتېږي.

دغه ودانۍ چې په ۳.۵جریبه ځمکه کې په اساسي او لوړ کیفیت سره د ۱۹ میلیونو افغانیو په ارزښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي؛ ۱۲ تدریسي خونې، د څښاک پاکو اوبو یوه څاه او نور اړوند ملحقات لري چې شاوخوا د سیمې ۵۰۰ زده کوونکي به خپلې لومړنۍ زده کړې وکړي.

Leave a reply