ملګرو ملتونو پراختیایي اداره: راتلونکي کلونو کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې(UNDP) فعالیتونه زیاتېږي.

0
177

ملګرو ملتونو پراختیایي اداره: راتلونکي کلونو کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې(UNDP) فعالیتونه زیاتېږي.

 

6 دسمبر 2022

 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې «UNDP» مرستیالې مېرمن سورایو سره دکتنې په ترڅ کې د کارونو پر همغږۍ او د مالدارۍ او کرنیزو پروژو پلي کولو په پار خبرې کړې.

 

په دې لیدنه کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان خلکو سره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مخکنیو مرستو او همکاریو څخه مننه او قدراني وکړه او زیاته یې کړه: «د څلورو لسیزو جګړو په ترڅ کې د افغانستان خلک ډېر زیات متضرر شوي دي، دوی زیاتې مرستې ته اړتیا لري، د ملګرو ملتونو د ادارې د جوړولو فلسفه هم د انساني مرستو لپاره ده ترڅو اړمنو خلکو سره مرستې او همکارۍ وکړي، د خلکو ستونزې وویني او پر بنسټ یې خپل پلان جوړ او خپلې پروژې پلي کړي.

 

 

دغه راز ښاغلی صدراعظم خلکو لپاره د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د لارښوونې غوښتونکی شو او ویې ویل: «د همکاریو ترڅنګ ستاسو سلا مشورو ته اړتیا ده، ترڅو د افغانستان خلک له دې وضعیت څخه خلاص شي، اوس چې تاڅو بېلابېلو ولایتونو ته تللې یاست او د خلکو ستونزې مو لیدلي دي، پوهېږئ چې خلک په کومو برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري، اوس امنیت ټینګ دی او له ستونزې پرته د هېواد هر ګوډ ته چې وغواړئ تللی او پروژې پلي کولی شئ، اسلامي امارت تاسو ته ډاډ ورکوي، هر چېرې چې تاسو وغواړئ کار وکړئ در سره همکاري کوي.

 

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مرستیالې مېرمن سورایو هم د خپلو فعالیتونو پر دوام خبرې وکړې او ویې ویل: «د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته مې سفرونه کړی دی، پوهېږم چې خلک کومې ستونزې لري، په یوشمېر ولایتونو کې کار شوی دی، خو په یوشمېر ولایتونو کې ډېر کار ته اړتیا لیدل کېږي، په ولایتي سفرونو کې مې له خلکو او د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو سره کتلي دي، په دې سفرونو کې په ډاګه شوه، چې په کومو برخو کې باید کار وکړو په همدې موخه راتلونکې درو کلونو لپاره ښې برنامې لرو.

 

 

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې، چې د لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو ته یې سفرونه کړې دي وایي، چې خلک په زېربنا او پایښت لرونکو برخو کې همکاریو ته اړتیالري، چې ملګرې ملتونه پرې کار کوي.

 

 

مېرمن سورایو زیاته کړه، چې د معیشیت، کرنې او اوبولګولو په برخه کې د راتلونکې درو کلونو لپاره ډېر شمېر پروژې لري، چې په ۳۴ ولایتونو کې یې پلي کوي.
«دا چارې مو د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون او د هېواد د اقتصاد لوړولو په پار په لاره اچولي دي، هلې ځلې کوو، چې پایښت لرونکې فعالیتونه ولرو، ترڅو د بزګرانو په ژوند کې بدلون راشي.

اړوند موضوعات

وزیر زراعت و مالداری امارت اسلامی با مسوولان FAO و زراعت بانک جهانی دیدار و گفتگو نمود.

دغه راز په دې غونډه کې د سړوخونو، شنوخونو او د اوبولګولو د کانالونو پر جوړولو او له طبیعي پېښو څخه زیانمنو خلکو سره د مرستې په پار هم خبرې اترې وشوې.

Leave a reply