د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي یعقوب مجاهد په دوبۍ کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.

0
120

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي یعقوب مجاهد په دوبۍ کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.

7 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست نن دوبۍ کې له میشتو افغانانو سره کتلي.

 

خبرپاڼه زیاتوي: د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد”، متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په دوبۍ کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.

 

په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر په دوبۍ کې د مېشتو هېوادوالو د ستونزو له اورېدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به د متحده عربي اماراتو له مسوولینو سره شریکې کړي او ان شاءالله ډېر ژر به حل شي.

 

همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزير څرګنده کړه، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او موږ ټول باید په دې حساسو شرایطو کې چې په هر ځای کې يو د خپل کور په ودانولو کې فعاله او مسوولانه ونډه واخلو.

اړوند موضوعات

د ملي دفاع سرپرست وزير په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.

یاده دې وي چې د ملي دفاع وزیر په مشرۍ یو پلاوی متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللی، چې تر اوسه یې هلته د امریکا د ځانګړي استازي سربیره له بیلابیلو حکومتي چارواکو او میشتو افغانانو سره کتلي.

Leave a reply