د ملي دفاع سرپرست وزير په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.

0
177

د ملي دفاع سرپرست وزير په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.

4 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د مل پلاوي سره چې د تماس کمیسون غړی انس حقاني هم پکې وو، متحده عربي اماراتو کې د میشتو افغانانو او تاجرانو سره نن ورځ وکتل.

 

خبرزیاتوي: د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد” نن په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.

 

په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزير په متحده عربي اماراتو کې د مېشتو هېوادوالو ستونزې واورېدې.

متحده عربي اماراتو کې میشتو هیوادوالو د اسلامي امارت څخه خوښي څرګنده کړه او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

اړوند موضوعات

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر تیره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره وکتل.

د ملي دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد یادې غونډې ته د خپلو خبر په ترڅ کې وویل : افغانستان د ټولو افغانانو کور دی، که هغه دننه په هېواد کې وي او که بهر، باید په افغانستان کې پانګونه وکړي او موږ ټول باید د هېواد په ودانولو او پرمختګ کې ونډه واخلو، نوموړي زیاته کړه چې د ستونزو د حل لپاره به پوره کوښښ وکړي.

حماد

Leave a reply