د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر تیره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره وکتل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر تیره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره وکتل.
16 نومبر 2022
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب «مجاهد» په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د بشري او کلتوري چارو مرستیال طارق علي البخیت د دغه سازمان ځانګړي استازي محمد سعید «آل عیاش»، د یاد سازمان د دفتر عمومي مدیر او د دغه سازمان سیاسي مرستیال یوسف الضبیعي سره په کابل کې وکتل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو له سازمان سره د ښو اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل موږ دسرحداتو په کلکې ساتنې سره ټولې نړۍ ته پوره ډاډ ورکوو،چې دافغانستان خاوره به دنورو هېوادونو پرضد هیڅکله ونه کارول شي.
همداراز داسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې دامنیت ټینګښت، دمخدره توکو کښت، قاچاق او د داعش سره په مبارزه کې د اسلامي امارت له هڅو ستاینه او قدردانی وکړه.
اړوند موضوعات
هیئت رهبری افغانستان بانک با هیئت سازمان همکاریهای اسلامی دیدار و ګفتګو کرد.
په پای کې د ملي دفاع وزارت سرپرست په څرګنده توګه وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی او د افغانستان څخه به نړۍ ته هيڅ ډول ګواښ نه پیښیږي.