د IHH ترکې خیریه بنسټ لخوا به نیږدې وخت کې پکتیکا زلزله ځپلو لپاره ۳۰۰،۰۰۰ امریکایي ډالر ووېشل شي.

0
191

د IHH ترکې خیریه بنسټ لخوا به نیږدې وخت کې پکتیکا زلزله ځپلو لپاره ۳۰۰،۰۰۰ امریکایي ډالر ووېشل شي.

7 دسمبر 2022

پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت د یو تازه خپره شوې خبرپاڼه په خپرولو سره خبر ورکړی چې د یاد وزارت مرستیال د IHH ترکي مؤسسې له مسؤلینو سره لیدلي.

 

خبرزیاتوي: مولوي شرف الدین مسلم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او د وروستۍ زلزله ځپلو ته د رسېدني او مرستو د تنظیم کمېسیون سرپرست نن سهار له عبدالحنان ظریفی د IHH دفتر استازي سره د زلزله ځپلو لپاره د ژمني مرستو د وېش په اړه لیدنه او خبرې وکړې.

 

په دې لیدنه کې د IHH دفتر استازي په ګیان او برمل ولسوالیو کې د زلزله ځپلو د سروې پیل لپاره د دغه وزارت د همکاري په غوښتنې سره ووېل چې د یاد کمېسیون له اجازې اخیستلو وروسته به هغوۍ خپل کار پیل کړي.

 

ورپسې ښاغلي مسلم د وروستۍ زلزله ځپلو سره د همکاري په برخه کې د دغې موسسې له لیوالتیا څخه مننه وکړه او هغوۍ ته یې د ژمنۍ مرستو د وېش لپاره د سروې د پیل اجازه ورکړه.

اړوند موضوعات

پیښو ته د رسیدو چارو وزارت مرستیال: تیره یوه کال کې مو ۴۵۴ زره کورنیو ته رسیدنه کړې.

د یادونې وړ ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ژمن دې ترڅو د طبیعي پېښو ټولو زیانمن شویو ته په یو ډول رسېدنه وکړي.

حماد

Leave a reply