پیښو ته د رسیدو چارو وزارت مرستیال: تیره یوه کال کې مو ۴۵۴ زره کورنیو ته رسیدنه کړې.

0
190

پیښو ته د رسیدو چارو وزارت مرستیال: تیره یوه کال کې مو ۴۵۴ زره کورنیو ته رسیدنه کړې.

21 اکتوبر 2022

د پیښو د خطر کمولو نړیوالې ورځې لمانځغونډه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم لومړی راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ووېل: دغه ورځ د لمانځنې وړ ده او موږ باید په راتلونکې کې د پېښو د خطرونو کمولو لپاره تدابیر ولرو.

 

نوموړي ووېل چې دغه وزارت په تېر یو کال کې د مرستندویه موسسو سره په همکاري په ټول هیواد کې د پېښو له امله ۴۵۴ زره زیانمن شویو کورنیو ته رسېدنه کړې او د سپېرې، برمل، ګیان او ژړوکۍ ولسوالیو زلزلې ځپلو ۴۵۰۰ کورونو د جوړولو لړۍ یې پیل کړې ده.

 

هغه ووېل چې د نړیوالو او ملي موسسو څخه دا غوښتنه کوو ترڅو د پېښو د خطرونو په کمولو کې زموږ سره همکاري وکړي او د عدالت او روڼتیا په برخه کې پاملرنه وکړي.

ښاغلي مسلم ووېل چې مرسته رسونکي بنسټونه د لوایحو په چوکاټ کې اجازه لري چې هر ډول فعالیت وکړي او هیڅوک د هغوۍ مخه نشي نیولی.

Leave a reply