د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د هیواد سترې حیاتي پروژې قوش تیپې کانال څخه لیدنه ترسره کړی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د هیواد سترې حیاتي پروژې قوش تیپې کانال څخه لیدنه ترسره کړی.
7 دسمبر 2022
د ریاست الوزرا اداري مرستیال پرون بلخ ولایت ته د سفر پرمهال د قوش تپې کرنیز کانال او د یاد کانال ۴۲ کیلو متره تر کار لاندې ساحې څخه لیدنه وکړه.
د ملي پراختیا شرکت عمومي رئیس عبدالرحمن عطاش ډاډ ورکړ چې د دغې لویې ملي پروژې کار په ښه توګه جریان لري.
ښاغلي حنفي په ساحه کې د موجوده رسنیو استازو ته وویل، د لومړي فاز کار۳۴ په سلو کې چې ۱۰۸ کیلومتره دی (له کلدار ولسوالۍ څخه تر دولت اباد پورې) بشپړ شوی. په پام کې وه چې لومړی فاز په دوه کالو کې بشپړ شي، انشاالله د راتلونکي کال تر جوزا میاشت پورې یانې په یوکال کې بشپړېږي.
هغه زیاته کړه، په پام کې وه چې د لومړي فاز د کار په جریان کې هره ورځ باید ۳۶۰۰۰۰ متر مکعب ځای ژور شي، اما بالفعل هره ورځ ۶۵۰۰۰۰ متر مکعب (یانې دوه برابره اندازه پلان شوې) ځای ژورېږي.
همدارنګه په پلان کې وه چې په لومړي فاز کې تر ۲۸۰۰ ماشین آلات وکارول شي، اما اوس ۳۲۵۰ ماشین آلات په ۱۲۰ بېلابېلو نقاطو کې کار کوي. په پام کې ده چې په راتلونکي کې یې شمېر ۴۰۰۰ ته ورسېږي او۵۵۰۰ کسان عملا مستقیم په دې پروژه کې په خدمت بوخت دي.
اړوند موضوعات
د هیواد د لویې پروژې قوشتیپې کانال کارونه په چټکۍ سره پر مخ روان دي.
محترم حنفي د قوش تپې کانال پروژې د مسوولینو د کوښښونو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل، اسلامي امارت ژمن دی دا ملي او حیاتي پروژه چې د پرځان بسیاینې او په خپلو پښو د ودرېدو په لور موثر ګام دی، په ټول جدیت سره بشپړ کړي.