د هیواد د لویې پروژې قوشتیپې کانال کارونه په چټکۍ سره پر مخ روان دي.

0
69

د هیواد د لویې پروژې قوشتیپې کانال کارونه په چټکۍ سره پر مخ روان دي.

23 سپتمبر 2022

د ریاست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، د قوشتیپې کانال د پنځه څلوېښت کيلومتره چارې بشپړې شوي او دغه کانال به له ټاکلي وخت مخکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د اسلامي امارت دغه چارواکي چې د صنعتکارانو او هټیوالو د ملاتړ په موخه یې په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې زیاته کړه چې د دغه کانال په بشپړیدو سره به افغانستان د خوراکي توکو په تولید کې پر ځان بسیا شي او یو شمیر هیوادوال به د څښاک پاکو اوبو ته هم لاس رسی ولري.

له بلې خوا د ملي پراختیا شرکت ډاډ ورکوي چې د دغه کانال د لومړي فاز چارې به د ۱۴۰۱ کال تر پایه بشپړې شي. دغه شرکت وايي چې د قوشتیپې کانال پنځلس سلنه پرمختګ کړی دی.

د ملي پرمختیايي شرکت د پروګرامونو همغږي کوونکي فرید عظیم وویل: “د قوشتیپې کانال په پلي کېدو سره به د هېواد په کرنې برخه کې بنسټیز کیفیتي بدلون راشي او ۵۵۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به تر پوښښ لاندې راولي.”

د افغانستان د اوبو رسولو شرکت پخوانی رئیس د دغه کانال جوړول د کرنیزو ځمکو په خړوبولو کې مهم بولي او وايي چې د قوشتپې کانال به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند د هیواد د لویې پروژې قوش تیپې کانال لیدنه ترسره کړه.

 

د مالیې وزارت د شمېرو پر بنسټ، سږ کال د قوشتپې کانال د تطبیق لپاره اوه میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي. دا کانال به په دریو پړاوونو کې بشپړ شي او په پام کې ده چې ۵۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

Leave a reply