د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند د هیواد د لویې پروژې قوش تیپې کانال لیدنه ترسره کړه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند د هیواد د لویې پروژې قوش تیپې کانال لیدنه ترسره کړه.
23 سپتمبر 2022
د افغان دولت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د قوشتېپې کانال د وروستیو کاري پرمختګونو د لیدنې په موخه نن بلخ ولایت ته د دولت د نورو مسؤلینو سره ګډ سفر او لیدنه ترسره کړه.
ملا برادر اخوند د قوشتېپې کانال پروژې کارونه له نېږدې څخه وکتل او د یادې پروژې د مسؤلینو د ترسره شوو کاري پرمختګونو او هڅو له امله يې ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښهوالي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادولو وړ ده، چې د یادې پروژې له پیل سره سم زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې.
اړوند موضوعات
د قوش تېپې کانال د جوړېدو کارونه ګړندي شوي دي
یاده دې وي چې د دې کانال په جوړېدو سره به شاوخوا 550 زره هکټاره ځمکه خړوبه شي، چې افغانستان به د غنمو له پلوه پر ځان بسیا شي.