د قوش تېپې کانال د جوړېدو کارونه ګړندي شوي دي
د قوش تېپې کانال د جوړېدو کارونه ګړندي شوي دي
دغه کانال چې په ۲۰۱۸ کال کې سروې شوی و، ۱۰۰ متره پلنوالی او ۸.۵ متره ژوروالی لري. د قوش تېپې کانال ولايتي مسوول انجنير فريد عظيم پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د اوبو لګولو د دې پروژې لګښت ٦٠ ميليارده افغانۍ اټکل شوى او د افغان دولت له ملي بوديجې څخه ورکول کېږي.
(2022 / 8 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د قوش تېپې د کانال د جوړولو مسوولين د دې پروژې د کار د دوام او تېزوالي خبر ورکړی دی. د افغانستان په شمال کې د قوش تیپې د کانال د جوړولو ریاست چارواکي وايي چې د دغې سترې پروژې کار په چټکۍ سره روان دی او له ټاکلي وخت مخکې به بشپړ شي.
د قوش تیپې د اوبو لګولو لویه پروژه په کال کې د امو له بحیرې څخه د ۲۸۰ کیلومترو په اوږدو کې ۱۰ میلیارد متر مکعب اوبه د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو شاوخوا ۵۰۰ زره هکتاره ځمکې خړوبوي.
دغه کانال چې په ۲۰۱۸ کال کې سروې شوی و، ۱۰۰ متره پلنوالی او ۸.۵ متره ژوروالی لري. د قوش تېپې کانال ولايتي مسوول انجنير فريد عظيم پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د اوبو لګولو د دې پروژې لګښت ٦٠ ميليارده افغانۍ اټکل شوى او د افغان دولت له ملي بوديجې څخه ورکول کېږي.
اړوند موضوعات:
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې د اوزګارتیا کچې راټیټولو لپاره هڅې کوي
د فرید عظیم په وینا، د دې حیاتي پروژې په بشپړیدو سره به افغانستان د غلې دانې په برخه کې پر ځان بسیا شي.