د المپیک نړۍوالې کمېټې د افغانستان غړیتوب د نه لغوه کولو لپاره شرط ایښی

د المپیک نړۍوالې کمېټې د افغانستان غړیتوب د نه لغوه کولو لپاره شرط ایښی
د المپيک د نړيوالې کمېټې د اجرائيوي بورډ غونډه د اګست په پنځلسمه نېټه د سويس په لوزان ښار کې جوړه شوه. دغې کمیټې له اسلامي امارت غوښتي چې د افغانستان د ورزشي ټیمونو په جوړښت کې دې ښځینه ورزشکارانې شاملې کړي.
(2022 / 12 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د المپیک په نړیواله کمېټه کې د افغانستان د غړیتوب د لغوه کولو لپاره د بشري حقونو د څار سازمان له غوښتنې سربېره، دغې کمېټې اعلان کړی چې د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک په لوبو کې د افغانستان ګډون په دې شرط دی چې په افغانستان کې ښځو ته د لوبو اجازه ورکړل شي.
تېره ورځ د بشري حقونو د څار ادارې په افغانستان کې د بشري حقونو د سختو سرغړونو په غبرګون کې د المپیک له نړیوالې کمېټې وغوښتل چې د افغانستان غړیتوب تر هغه وخته وځنډوي چې ښځو او نجونو ته د سپورت اجازه نه وي ورکړل شوې.
دغه بنسټ بیا هم له المپیک څخه وغوښتل چې افغانستان د بشري حقونو د نقض، د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونې او د ښځو له ازادۍ څخه د محرومیت له امله د دغې کمېټې له ملي مرستو څخه بې برخې کړي.
المپیک وروسته له هغې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ښځو په ځانګړې توګه ښځینه ورزشکارانو باندې د بندیزونو د سختولو په اړه غبرګون وښود او د ۲۰۲۴ کال د المپیک په لوبو کې یې د افغانستان ګډون مشروط کړ.
د دغې کمېټې د څرګندونو له مخې، افغانستان یوازې هغه مهال د ۲۰۲۴ کال د المپیک په سیالیو کې د ګډون اجازه لري چې اوسني واکمنان د ښځو پر ورزش بندیز لرې کړي.او په افغانستان کې ښځې کولی شي په خوندي چاپیریال کې سپورت وکړي.
اړوند موضوعات:
یونما لۀ ا.ا څخه غوښتي چې د دوی د ښځینه کارکوونکو لۀ زورونه لاس واخلي