یونما لۀ ا.ا څخه غوښتي چې د دوی د ښځینه کارکوونکو لۀ زورونه لاس واخلي
یونما لۀ ا.ا څخه غوښتي چې د دوی د ښځینه کارکوونکو لۀ زورونه لاس واخلي
دفتر د دې ښځې د توقیف ځای نه دی په ډاګه کړی، خو ټینګار یې کړی چې راتلونکي کې د ورته پېښو مخنیوی باید وشي. په قندهار ولايت کې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو درې ښځينه کارکوونکې د حجاب د نه اغوستلو په تور تېره ورځ د ط’البانو له خوا نيول شوې وې.
(2022 / 9 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یوناما ویلي چې، اوسنی حکومت باید په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو تهدید او ویرول بند کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر (یوناما) د ط’البانو له خوا د یوناما د ښځینه کارکوونکو د ګواښونو او خپلسري نیولو د یندېذو غوښتنه کړې ده.
دغه دفتر د دوشنبې په ورځ د سنبلې په ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې له اوسني حکومت څخه وغوښتل چې د دې ادارې د ښځینه کارکوونکو د امتیازاتو او د ورتګ په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
یوناما تایید کړه چې د ملګرو ملتونو درې ښځینه کارکوونکې تېره ورځ د ط’البانو له خوا نیول شوې دي.
اړوند موضوعات:
یونما پر ا.ا غږ کړی چې د ژورنالیستانو لۀ زورېدلو لاس واخلي