یونما پر ا.ا غږ کړی چې د ژورنالیستانو لۀ زورېدلو لاس واخلي

یونما پر ا.ا غږ کړی چې د ژورنالیستانو لۀ زورېدلو لاس واخلي
هغه په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت او د خبریالانو شکنجه کول د اندېښنې وړ وبلل او ټینګار یې وکړ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي بهیر او ازاده ټولنه له جدي ګواښ سره مخ ده.
(2022 / 6 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، په افغانستان کې خبریالان خوندي نه دي او پر وړاندې یې تاوتریخوالی دوام لري. دغه دفتر پر طالبانو غږ کړی چې د خبریالانو له ځورولو دې لاس واخلي.
یوناما د چهارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې پر طالبانو غږ کړی، چې د رسنیو ټول هغه کارکوونکي خوشې کړي چې دوی نیولي او د خبریالانو شکنجه کول، په خپلسري ډول توقیف کول او ګواښل دې بند کړي.
په ورته وخت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو غوښتي چې د خبریال «رومان کریمي» د توقیف او شکنجې په اړه حساب ورکړي.
دغې کمېټې پر طالبانو غږ کړی چې د راډیو د مشر «جمال الدین دلدار» او د یوې سیمهییزې راډیو پخوانی مالک «میرزا حسني» دې ژر تر ژره له قید او شرط پرته خوشې کړي.
رومان کریمي او د هغه موټر چلوونکی د ثور په ۲۹مه د طالبانو لخوا په داسې حال کې توقیف او شکنجه شول، چې د ښځو د یوې مظاهرې پوښښ یې کاوه.
په اسیا کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې همغږي کوونکي «سټیون بټلر» پر طالبانو د دوی پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل چې باید نیول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي او پر رومان کریمي د برید او د هغه د موټر چلوونکي د نیولو په اړه دې تحقیقات وکړي.
هغه په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت او د خبریالانو شکنجه کول د اندېښنې وړ وبلل او ټینګار یې وکړ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي بهیر او ازاده ټولنه له جدي ګواښ سره مخ ده.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز په وینا، په تېرو نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۸۰ خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي او شکنجه شوي دي.
نورې احصایې ښیي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې شاوخوا ۴۵ سلنه خبریالانو یا د ګواښونو او یا له هېواده د وتلو له امله استعفا کړې ده.
په دې برخه کې د کارپوهانو په اند، د رسنیو او ژورنالیستانو خلا تل له وحشت او ډار څخه ډکه وي، چې په پایله کې ټولنه د تیارو کندې ته غورځوي.






