افغاني سرې میاشتې ټولنې پکتیکا او ننګرهار کې نیږدې ۳۰۰ سیلاب او زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته کړی.
6 دسمبر 2022
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې پکتیکا او ننګرهار کې تازه مرستې ترسره کړي.
د اړمنو لاسنیوې د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو ګڼل کیږي، په همدې تړاو نن د افغاني سرې میاشتې له لورې د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې ۲۲۶ سیلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۷ قلمه خوراکي توکي وویشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو چای، ۲ کیلو مالګه، شامل وو.
همدا راز د یادې ټولنې له لوري د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ډنګر لیګډ سیمه کې ۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
اړوند موضوعات
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست نن ورځ د پکتیکا ګیان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره ولیدل.
یاده مرسته د پاړه چنار د خيرپاله وګړو له لورې چمتو شوې وه، چې په کې هرې کورنۍ ته؛ یوه خیمه، ۴ اسپنجى توشکې، ۴ کمپلې، ۲ فرشونه، ۱۸ کیلو بوره، یو د اوبو کولر، دوه د فوټبال توپونه، دوه د ماشومانو ټالونه او بيلابيل ډول لباسونه، شامل وو.
حماد










Leave a Reply