د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست نن ورځ د پکتیکا ګیان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره ولیدل.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست نن ورځ د پکتیکا ګیان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره ولیدل.
6 دسمبر 2022
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د زلزله ځپلو سیمو له قومي مشرانو سره ولیدل.
ناسته کې قومي مشرانو د افغاني سرې میاشتې له سرپرست عمومي رئیس څخه مننه وکړه، چې دوی ته یې د زلزلې له شېبې راپدېخوا تر اوسه مرستې، ملاتړ او لاسنیوی روان ساتلي او د دوی هر اړخیزه مرسته یې کړې.
قومي مشرانو انديښنه وښوده، چې د دوی کورونه لا هم ړنګ پراته دي او وېرېږي، چې د ژمي یخني به د دوی ناروغان او ماشومان له ژوند بې برخې کړي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د اړتیا تر وخته به د افغاني سرې میاشتې له لوري له دوی سره مرستې روانې وي.
اړوند موضوعات
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس کابل کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر سره ولیدل.
نوموړي له قومي مشرانو سره ژمنه وکړه، چې د دوی غږ به د افغانستان اسلامي اِمارت تر مشرانو او بهرنیو مرستندویو بنسټونو او ټولنو رسوي؛ ترڅو د ژمي په شپو کې د زلزله ځپلو کورنیو لازم لاسنیوی وشي.