ننګرهار؛ د دوو کانالونو د پاکولو چارې بشپړې شوې دي   

0
86

ننګرهار؛ د دوو کانالونو د پاکولو چارې بشپړې شوې دي 

‏د ننګرهار سینديزې حوزې رئیس وايي د ګورګورۍ ۵۷۰۰ متره کانال پاکونې او رغونې ترڅنګ يې ورته ۱۲۵۰ متره استنادي ديوال، يو پلچک، يو سربند او يو ترناب جوړ کړل چې د ۴۴۰۰ کورنيو ۲۵ زره جريبه کرنیزه ځمکه به خړوب کړي.

 

(2022 / 12 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

‏د ‎ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د دوو کانالونو د پاکۍ او رغونې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
‏د ‎ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت په هڅو د UNDP په د دولس ميليونه پنځه سوه اتيا زره او ۳۶۶ افغانيو مالي لګښت او د اسلاميک ريليف مؤسسې په تخنيکي همکارۍ د دوو کانالونو د پاکۍ او رغونې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

‏د ننګرهار سینديزې حوزې رئیس وايي د ګورګورۍ ۵۷۰۰ متره کانال پاکونې او رغونې ترڅنګ يې ورته ۱۲۵۰ متره استنادي ديوال، يو پلچک، يو سربند او يو ترناب جوړ کړل چې د ۴۴۰۰ کورنيو ۲۵ زره جريبه کرنیزه ځمکه به خړوب کړي.

اړوند موضوعات:

بلخ کې د غوړيو دولتي شرکت د بيا فعالېدو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوي

‏نوموړی وايي د شابۍ ۸۰۰۰ متره کانال پاکونې او رغونې ترڅنګ ورته ۵۹۲ متره استنادي ديوال، دوه پلچکونه او يو سربند جوړ کړي، چې د دوه زره کورنيو څلور زره جريبه ځمکه به خړوب کړي.
په ياده پروژه کې شاوخوا شپږ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.

Leave a reply