بلخ کې د غوړيو دولتي شرکت د بيا فعالېدو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوي

0
52

له بلخ څخه راپورونه وايي چې په مزارشيف ښار کې د پنبې او نباتي غوړيو ستر دولتي شرکت د بیا فعالېدو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د راپورونو له مخې دغه شرکت به د روان کال په ترڅ کې ۵ زره ټنه مالوچ پروسس کړي او په هرو ۲۴ ساعتونو کې به ۴-۶ ټنه غوړيو د توليد ظرفيت ولري.

د بلخ چارواکو په وينا د دې شرکت د اړتيا وړ ماشين آلات له ګاونډ هېواد ازبکستان څخه پېرل شوي دي.

د چارواکو په وينا، دې شرکت څو لسيزې پخوا فعاليت درلود او غوړي يې د هېواد لويو بازارانو کې پلورل کېدل.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي د داسې صنعتي شرکتونو بيا فعالېدل نه يوازې دا چې د هېواد په اقتصادي وضعيت مثبت اغېز کوي، بلکې د بشري قوې په بوختولو کې هم رغنده رول لوبولی شي.

Leave a reply