په سوریه کې د موټر بم په چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي دي

0
160

باغي ټي وي رپورټ
دمشق: په سوریه کې د موټر بم په چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

دبهرنيو ميډيا له مخې دسوريې په منبج ښار کې دسړک دغاړې بمي چاؤدنې له امله ١٥ کسان وژل شوي اؤ ١٥ کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې دځينو حالت نازک دى.

د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې ۱۴ ښځې او یو نارینه وژل شوي او ټپیان ټول ښځې دي.

د بهرنیو رسنیو په وینا وژل شوي او ټپیان ټول هغه کسان وو چې په پټو کښې په کرکیله بوخت وو.

Leave a reply