پاکستان هروخت د فلسطینیانو حمایت کړې دې، له اسرایل لوري په غزه کښې ی د ظلم کولو په ښکاره غندنه کړي ده: د پاکستان خارجه دفتر ویاند بیان

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: پاکستان د غزه د خلقو د انتقال خبر غیر عادلانه، دردناک او د اندېښنې وړ بللی دې او په غزه کښې ی له اسریل له لوري ظلمونه په سختو ټکو کښې غندلي دي.
د خارجه دفتر په اوونيز بريفنګ کښې د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان وويل مونږ د فلسطينيانو د خواهشاتو مطابق د دوه رياستي حل ملاتړ کوو۔
ویاند د غزه د خلقو انتقال غیر عادلانه، دردناک او د اندېښنې وړ وباله او له نړیوالې ټولنې یې اوغوښتل چې په غزه کښې د اسراییلو د جنګي جنایتونو محاسبه وکړي.
وياند په غزه کې د اسرائيلو د ظلمونو سخته غندنه وکړه او ويې ويل چې د فلسطين په اړه د پاکستان دريځ ډېر واضح دی، ویاند په بیان کښې زیاته کړه چې پاکستان د فلسطين له خلقو سره ولاړ دی او د خپلواکۍ لپاره به د فلسطينيانو د مبارزې ملاتړ ته دوام ورکوي.
د خارجه دفتر وياند ووئيل صدر زرداري په بيجنګ كښې د چين اولس مشر شي جي پنګ او د چين وزيراعظم لي جينګ سره ملاقاتونه كړې٬ پاكستان د يو چين(ون چاینا) له اصول سره خپل ملاتړ تازه كړے٬ پاكستان د چين د يو بیلټ او یو روډ ګام ته د پرمختګ وركولو سره اتفاق كړې دې.