هند د نورو پاکستانیانو د قتل کولو پلان هم لري، پاکستان د هند د دفاع وزیر راج نات سینګ هغه څرګندونې په کلکه غندلي

0
228

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د پاکستاني اتباعو د وژلو لپاره د هند دسیسې او د هند د دفاع وزیر راج نات سینګ هغه څرګندونې په کلکه غندلي چې ویلي یې دي د نورو پاکستاني وګړو د وژلو پلان لري.

د برتانوي ورځپاڼې ګارډین د راپور له مخې د هند د دفاع وزیر راج نات سینګ په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي چې د پاکستاني اتباعو د وژلو په اړه د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي پالیسي همداسې ده.
راج نات سنګ وویل چې هند به هر هغه پاکستانی په پاکستان کې ووژني چې زموږ په هیواد کې د هر ډول تروریستي عمل هڅه وکړي.

د خارجه دفتر وياند ووئيل چې پاكستان د جنورۍ په 25 2024 په پاكستان كښې د هند د نفوذ او د بې عدالتي وژنو نه ترديده ثبوتونه وړاندې كړل كوم چې په پاكستان كښې د هند د بې عدالتۍ او نړيوال قتل عام څرګند ثبوتونه دي۔

دبهرنيو چارو ددفتر وياند وئيلي دي چې دهند لخوا دزياترو ملکيانو په نخښه کولو دعوه کول په ښکاره جرم اعتراف دى اؤ نړيواله ټولنه بايد دهند ددغه ناوړه اؤ غيرقانوني کارونه حساب وکړي. د خارجه دفتر وياند ووئيل چې په فبرورۍ 2019 كښې هم هند د جارحيت په ضد له سخت ځواب سره مخ شو، دې اقدام د هند د فوځي برتري دعوې په ډاګه كړې، د هند حکمرانانو د انتخاباتي ګټو لپاره د نفرت نه ډکې بيانيې استعمال كړې، د هند غير مسوولانه چلند د سيمې هېوادونو ته زيان رسوي۔
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پاکستان تل په سیمه کې د سولې لپاره خپل هوډ څرګند کړی، د سولې لپاره زموږ هیلې باید کمزورې ونه ګڼل شي، تاریخ د پاکستان د کلک هوډ او قوي دفاعي توان شاهد دی.

ياده دې وي، چې څو ورځې وړاندې يوې بريتانوۍ مجلې په خپل راپور کې څرګنده کړې وه، چې د هند استخباراتي ادارې له ۲۰۲۰ کال راهيسې په پاکستان کې ۲۰ اتباع وژلي دي.

Leave a reply