ترکي سوداګر غواړي په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي
ترکي سوداګر غواړي په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي
په همدې حال کې د صدراعظم اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر څو ورځې مخکې د خزانې د نندارتون د پرانیستلو پر مهال له کورنیو او بهرنیو سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې اسلامي امارت نړۍ ته په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره کړې ده.
(2022 / 12 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي چې د ترکیې د صنعتکارانو او خپلواکو سوداګرو د ټولنې یو شمېر غړو په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د یادې ټولنې د لېوالتیا هرکلی وکړ.
نوموړي همدا راز ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګونې په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او په افغانستان کې د پانګونې زمینه په هر اړخیز ډول برابره شوې ده.
اړوند موضوعات:
تر ترکیې تړ روسیې وروسته چین هم افغانستان کې د انرژۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده