هند کې نن د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو غونډه ترسره کیږي

0
200

هند کې نن د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو غونډه ترسره کیږي

هندي چارواکو ویلي چې د افغانستان وروستي امنيتي او سياسي حالات به د دې ناستې د اجنډا په سر کې وي. د سرچینې په وينا هندوستان او د منځني اسيا هېوادونه په سيمه کې د امنيت او سولې په برخو کې ګډې ګټې لري او د دې ترڅنګ د منځني اسيا هېوادونه له افغانستان سره ګډې پولې لري، ځکه د افغانستان حالات پر هغوی نېغ په نېغه اغیزه لري.

 

(2022 12 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هند کې نن د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو غونډه ترسره کیږي.
د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، چې دغه ناسته نن په نوي ډيلي کې ترسره کېږي چې پکې به د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکاران او د ترکمنستان سفیر پکې کډون کوي.
سرچینې زیاته کړې چې دا د خپلې بڼې پنځمه ناسته ده او هندوستان د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال به يې کوربه وي.
هندي چارواکو ویلي چې د افغانستان وروستي امنيتي او سياسي حالات به د دې ناستې د اجنډا په سر کې وي.

اړوند موضوعات: 

د روس په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي، خو طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د سرچینې په وينا هندوستان او د منځني اسيا هېوادونه په سيمه کې د امنيت او سولې په برخو کې ګډې ګټې لري او د دې ترڅنګ د منځني اسيا هېوادونه له افغانستان سره ګډې پولې لري، ځکه د افغانستان حالات پر هغوی نېغ په نېغه اغیزه لري.

Leave a reply