د روس په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي، خو طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
د روس په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي، خو طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
4 نومبر 2022
ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې به په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.
د روسیې ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله ویلي چې مسکو به په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په مسکو فارمټ کې چې روانه میاشت دایریږي یوازې د دې فارمټ غړي هیوادونه گډون کوي او اسلامي امارت ته به د ګډون بلنه ورنکړل شي.
دا غونډه به د روانې میاشتې په نیمايي کې د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او ازبکستان د استازو په حضور کې جوړه شي.
د کابلوف په وینا د دې غونډې اصلي محور د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ خبرې دي. په دغې غونډه کې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
که څه هم اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د هغو ټولو غونډو هرکلی کوي چې د افغانستان د ښه نیت لپاره جوړیږي.
اړوند موضوعات
م، م د افغانستان پۀ اړه مرستندویه غونډه جوړه کړي
یاده دې وي چې تیر کال د اکتوبر په شلمه په یاده غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوي ګډون کړی وو.