سرحدونو او قبایلو وزارت: اسلامي نظامونه د خلکو تر منځ خپلمنځي شخړو حلولو ته لومړيتوب ورکوي.

0
103

سرحدونو او قبایلو وزارت: اسلامي نظامونه د خلکو تر منځ خپلمنځي شخړو حلولو ته لومړيتوب ورکوي.

5دسمبر 2022

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پلاوي دکندز ولايت له يو شمېر متنفذينو سره وکتل.

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني چي د وزارت د قومي چارو سلاکار امين الله پاميري او د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت يې ملتيا کوله د کندز ولايت له يو شمېر قومي مخورو او علماوو سره دياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو په رياست کې داسي مهال وکتل چې ددې رياست رئيس مولوي احسان الله ثاقب هم موجود وو.

 

له قومي مشرانو سره د همغږۍ په دې ناسته کې ښاغلي فطرت پيليزې خبرې وکړې ويې ويل د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د افغانستان د ټولو قومونو کور او د دولت او خلکو تر منځ د ارتباط پل دی نوموړي له مشرانو وغوښتل چې خپلې غوښتنې، وړانديزونه او مشورې ورسره شريکې کړي.

 

ورپسې ددې ولايت د مشرانو په نمايندګي حاجي اغا مير ناصر،ډاکټر عتيق الله ابراهيم خيل، عبدالحق حقجو، حاجي عبدالکریم عرب او د کوچيانو په نمايندګي شيرمحمد کوچي خبرې وکړئ، دوئ د کندز ولايت د قومونو تر منځ د ځينو ذات البيني شخړو يادونه وکړه چې په خبره يې د هواري لپاره يې بايد اسلامي امارت هلي ځلې وکړي، دوئ دغه راز د کوچيانو ستونزې هم يادې کړي او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت راغلي پلاوي څخه يې وغوښتل چي ددوئ غوښتنو ته ځانګړې توجه وکړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء له لورې د سرحدونو، ق،ق چارو وزارت په مشرۍ پلاوي د بدخشان فيض اباد له يو شمير قومي مشرانو سره وکتل.

په پای کې د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني خبرې وکړې، نوموړي د مشرانو د رغنده مشورو او په ولايت کې د شخړو په هوارولو کې ددوئ د هڅو ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې اسلامي نظامونه تل د خلکو تر منځ د شخړو هواري ته لومړيتوب ورکوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله مدينې منورې ته مهاجر شو نو تر هرڅه وړاندې يې د اوس او خزرج قبيلو تر منځ سل کلنۍ شخړه په سوله بدله کړه.

Leave a reply