د ریاست الوزراء له لورې د سرحدونو، ق،ق چارو وزارت په مشرۍ پلاوي د بدخشان فيض اباد له يو شمير قومي مشرانو سره وکتل.

0
178

د ریاست الوزراء له لورې د سرحدونو، ق،ق چارو وزارت په مشرۍ پلاوي د بدخشان فيض اباد له يو شمير قومي مشرانو سره وکتل.

4دسمبر 2022

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت په مشرۍ د ریاست الوزراء له لورې ټاکل شوي پلاوي د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد له یو شمیر قومي مخورو سره ولیدل.

 

خبرزیاتوي د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا لخوا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې پلاوی چې پامير ته د ژمنيو مرستو د رسولو لپاره توظيف شوي وو، نن يې د دې ولايت مرکز فيض اباد له يو شمير قومي مشرانو سره وکتل.

 

په دې کتنه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس حمدالله فطرت او د قومي چارو سلاکار امين الله پاميري کډون درلود.

 

لومړی د ياد ولایت مرکز فيض اباد قومي مشرانو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، او له یاد وزارت څخه یې مننه وکړه چې دوی ته ځانګړې توجه کوي.

 

ورپسې قومي مخورو د دې سیمې د برق او لارو اړوند ستونزې شریکې کړې، چې د پلاوي لخوا د حل په موخه ډاډ ورکول شو او ژمنه یې وکړه چې د دوی ستونزې به په مکتوبي ډول له لوړو مقاماتو سره شریکوي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت: د بدخشان واخان ولسوالۍ پامير میشتو خلکو سره ژمنۍ مرستې ترسره شوې.

یاده دې وي چې تیره ورځ د یاد وزارت له لورې د بدخشان لرې پرتې ولسوالۍ واخان کې د پامیرونو خلکو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو ژمنۍ مرستې ورسولې.

Leave a reply