پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ۸۰۰ سیلاب او زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه.
4دسمبر 2022
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په دوه بیلابیلو تازه خپرپاڼو کې راغلي چې د یادې ټولنې له لورې د پکتیا او پکتیا سیلاب او زلزله ځپلو ۸۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي پیسو کومک ترسره شو.
خبر زیاتوي افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې د زلزله ځپلو وګړو لاسنیوی لا هم روان ساتلی.
په همدې موخه نن د یکشنبې په ورځ افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ ډنګر لیګډ سیمه کې ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، په کې هرې کورنۍ ته ۸ قلمه خوراکي توکي وویشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ لیتره غوړي، ۲ کیلو مکروني، ۲ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۸۰۰ ګرامه روب او ۳ پاکټه بیسکیټ شامل وو.
او همدا راز بل خبر کې راغلي چې د افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتيا ولایت مرکز ګرديز شاوخوا بېلابېلو کليو کې ۳۰۰ سيلاب ځپلو کورنيو ته د ۲۷۰۰۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته وویشل شوه.
اړوند موضوعات
دغه نغدي کومک کې هرې اړمنې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.











Leave a Reply