کډوالو چاور وزارت: خوست او تخار ولایتونو کې نیږدې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
کډوالو چاور وزارت: خوست او تخار ولایتونو کې نیږدې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
4 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په دوه بیلابیلو تازه خپرو شوو خبرپاڼو کې راغلي چې د دغه وزارت د ولایتي امریتونو په همغږۍ د خوړو نړیوال سازمان WFP له لورې نیږدې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
خبر زیاتوي د خوراک نړيوال سازمان (WFP ) له لورې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د ( ۳۱۰۰) کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې، ياده مرسته کې هرې اړمنې کورنۍ ته ۵۰کيلو اوړه، ۶کيلو دالنخود، ۴لېتره غوړي او نور توکي شامل وو.
همدا راز بل خبر زیاتوي چې د خوراک نړيوال سازمان (WFP ) له لورې د تخار ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ ۶۵ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
اړوند موضوعات
کډوالو چارو وزارت: هلمند او سمنګان ولایتونو کې له نیږدې ۷۵۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
ياده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۲۵کيلو دالنخود، ۱۸کيلو غوړي او همدا راز اميدوارو ميرمنو ته د تغذيې لپاره ۹کيلو اوړه او د ماشومانو د خوار ځواکۍ ختمولو لپاره ۳۰ پاکټه اوړه او نيمه کيلو مالګه ووېشل شول.
حماد