کډوالو چارو وزارت: هلمند او سمنګان ولایتونو کې له نیږدې ۷۵۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

0
207

کډوالو چارو وزارت: هلمند او سمنګان ولایتونو کې له نیږدې ۷۵۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

30 نومبر 2022

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په دوه بیلابیلو تازه خبرپاڼو کې راغلي چې د یاد وزارت د هلمند او سمنګانو ولایتونو ریاستونو په همغږۍ دغه ولایتونو کې نیږدې ۷۵۰ کورنیو سره نغدي کومک ترسره شو.

لومړي خبر کې راغلي چې د هلمند ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست د مرستندویه ادارو په همکارۍ په دغه ولایت کې له ۴۹۵ بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه.

 

د دغو مرستو په لړ کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) له لوري له ٩٥ کورنيو سره د سرپناه د ترميم او د AAH موسسې له خوا له ٤٠٠ کورنيو سره د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه مرسته وشوه.

د يادونې وړ ده، چې د UNHCR دفتر لخوا هرې کورنۍ ته ۴۰۰ امريكايي ډالره او د هلمند ولايت د كډوالو چارو رياست په همغږي د افغانستان د كډوالو چارو ادارې لخوا هرې كورنۍ ته ۲۱ زره افغانۍ نغدي ووېشل شوې.

اړوند موضوعات

په پروان او پکتیا کې د خوړو نړیوال سازمان له لوري پر ۸ زره ۲۵۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

 

همدا راز د سمنګان ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۲۱ بې ځایه شوو او اړمنو کورنیو سره چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له خوا د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست په همغږي د یوه مرستندویه پروګرام په ترڅ کې د بشري مرستو لپاره سروی شوی وې، هرې کورنۍ ته ٢٧٥ امريکايي ډالره وويشل شول.

Leave a reply