د عامې روغتیا وزارت یوه پلاوي د بدخشان ولایت له پامیرونو څخه لیدنه ترسره کړه.

0
93

د عامې روغتیا وزارت یوه پلاوي د بدخشان ولایت له پامیرونو څخه لیدنه ترسره کړه.

3 دسمبر 2022

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت یو لوړپوړي پلاوي د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د پامیرونو څخه لیدنه ترسره کړه.

 

خبر زیاتوي: د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین او ورسره مل پلاوي پامیر اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو په موخه هلته سفر ترسره کړ.

 

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي په پامیر کې د مېشت قرغېز قومونو روغتیايي حالت څخه له نېږدې لیدنه ترسره کړه، ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې د پامیر اوسېدونکو لپاره به لا ښه عصري او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.

 

ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د وړوکي پامیر له کلینیک څخه هم لیدنه ترسره کړه او د کلینیک د مسوولینو د کارونو قدردانی یې وکړ.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت: د بدخشان واخان ولسوالۍ پامير میشتو خلکو سره ژمنۍ مرستې ترسره شوې.

همدارنګه ښاغلي صاحبزاده د پامیر اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ټولو لرې پرتو سیمو کې منصفانه او پر عدالت ولاړ روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی د عامې روغتیا وزارت څخه یو لوړ رتبه پلاوی پامیر ته سفر کوي.

Leave a reply