د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر نن ورځ د حزب اسلامي له مشر سره د نوموړي په دفتر کې وکتل.

0
157

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر نن ورځ د حزب اسلامي له مشر سره د نوموړي په دفتر کې وکتل.

3 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست د حزب اسلامي له مشر سره کتلي.

 

خبر زیاتوي: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن ورځ د کابل په ایمان مسجد کې د پرونۍ ناوړه پېښې له امله د دوه تنه شهیدانو د فاتحې او تسلیت په موخه له جهادی شخصیت انجینر ګلبدین حکمتیار سره د نوموړي په استوګنځای کې وکتل.

 

په پیل کې د شهیدانو روح ته د مغفرت او زخمي ته د عاجلې شفاء دعا وشوه.

 

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دغه ناوړه پېښه په سختو ټکو وغندله او هغوی ته یې د حکومت لخوا د امنیت په برخه کې د لا زیاتو اقداماتو، د ورته پېښو د مخنیوي، د مجرمینو د نیولو او سزا ورکولو په اړه د بشپړ کوښښ ډاډ ورکړ.

 

ورپسې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د هغوی له حال پوښتنې او خواخوږۍ مننه وکړه، او دغه پېښه یې د هیواد د سرسخته دښمنانو کار وباله.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کابل کې د حزب اسلامي پر دفتر برید غندلی.

یاده دې وي چې تیره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د کابل دارالامان سیمه کې د حزب اسلامي دفتر محوطه کې د دغه دفتر پر ایمان جومات برید وشو، چې دوه تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ او بریدګر هدف ته له رسیدم مخکې ووژل شول.

حماد

Leave a reply