د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کابل کې د حزب اسلامي پر دفتر برید غندلی.

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کابل کې د حزب اسلامي پر دفتر برید غندلی.
2 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جهادي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار پر دفتر برید په کلکه غندي.
د افغانستان دښمنان هڅه کوي په دې ډول بریدونو سره د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځته او په هېواد کې وېره خپره کړي.
له نیکه مرغه چې افغانان، د دښمنانو او شریرو عناصرو پر دې شومو موخو ښه خبر دي او دا بریدونه نشي کولای د دوی ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له محترم ګلبدین حکمتیار سره د خپلې خواخوږۍ مراتب شریکوي او ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت به د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړي.
امنیتي ځواکونه مسؤولیت لري چې د ټولو افغانانو امنیت خوندي کړي؛ خو د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره له خلکو غواړو له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت: کارته پروان برید پای ته رسیدلی او تن شکمن کس د برید له ځای څخه نیول شوی.
په دې برید کې د محترم حکمتیار صاحب یو ملګری شهید او دوه نور ملګري ټپیان شوي چې شهید ته فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوو.






