اسلامي امارت: کارته پروان برید پای ته رسیدلی او تن شکمن کس د برید له ځای څخه نیول شوی.

0
84

اسلامي امارت: کارته پروان برید پای ته رسیدلی او تن شکمن کس د برید له ځای څخه نیول شوی.

2 دسمبر 2022

د کورنیو چارو وزارت اړوند د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران پخپله ټویټر خبر ورکړی چې د کابل کارته پروان سیمه کې برید پای ته رسیدلی او یو شکمن کس نیول شوی.

 

هغه زیاتوي: ‏نن مازديګر مهال د کابل ښار په کارته پروان سيمه کې د پاکستان سفارت په لور له يوې ودانۍ څخه ډزې وشوې.

 

امنيتي ځواکونو په عاجله توګه سيمې ته ځانونه ورسول او ژر تر ژره يې د ډزو د دوام مخه ونيوله چې د تصفيوي عملياتو په لړ کې له دې ودانۍ څخه يو تن شکمن کس نيول شوی او دوه ميله سپکې وسلې هم ترلاسه شوي.

امنيتي ځواکونو په دې اړه جدي پلټنې پيل کړي چې پايلې به يې وروسته شريکې شي.

 

یاده دې وي چې نن ناوخته کابل کې د پاکستان پر سفارت او د دغه شارژدافیر ډزې وشوې، چې له امله یې د دغه سفارت یو تن ساتونکی ټپي او سفیر روغ رمټ ووتلو.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر او سفارت برید په کلکو ټکو غندلی دی.

اسلامي امارت یاد برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي چې د یاد برید عاملین به ژر ونیول شي او د خپل عمل په سزا ورسوي.

Leave a reply