سیاسي مرستیال: کابل کې د پاکستان پر سفارت برید د دواړه هیوادونو د اړیکو خرابولو په پلمه ترسره شوی.
سیاسي مرستیال: کابل کې د پاکستان پر سفارت برید د دواړه هیوادونو د اړیکو خرابولو په پلمه ترسره شوی.
3 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید محکوم کړی او غندلی.
خبرپاڼه زیاتوي: د افغانستان د خلکو دښمنانو تېره ورځ په کابل کې د ورور هېواد پاکستان پر سفارت د برید ناکامه هڅه وکړه چې په کلکه یې محکوموم.
دغه برید د دواړو هېوادونو د حسنه اړیکو د خرابېدو او په کابل کې د دیپلوماتیکو ادارو لپاره د تشویش پیدا کولو په هدف ترسره شوی دی.
اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې په ټول هېواد کې امنیت تأمین او د ثبات د لا ټینګښت لپاره هڅې روانې دي. دښمنان له حاکمې فضا او د خلکو له رضایت سره سره بیاهم په ناځوانمردانه بریدونو لاس پورې کوي.
د ټولو دیپلوماتیکو او سیاسي استازولیو او ديپلوماتانو د امنیت تامین د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی.
امنیتي ادارو ته د دې برید په اړه د څېړنو هدایت ورکړل شوی او ورته سپارښتنه شوې چې د دوست هېواد پاکستان په شمول د ټولو هېوادونو او سازمانونو د دیپلوماتانو او سیاسي استازولیو امنیت د تامین لپاره هڅې ډېرې کړي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت: کارته پروان برید پای ته رسیدلی او تن شکمن کس د برید له ځای څخه نیول شوی.
په پای کې د پاکستان اسلامي جمهوریت د سفارت اړوند یوه ساتونکي ته چې په دې برید کې ټپی شوی د روغتیا هیله کوم.