د کابل برېښنا ریاست سره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې د ۱۶ پایو ټرانسفارمرونو مرسته وشوه.
د کابل برېښنا ریاست سره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې د ۱۶ پایو ټرانسفارمرونو مرسته وشوه.
2 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د بریښنا عمومي شرکت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت اړوند د کابل بریښنا ریاست سره د سره صلیب نړیوالې کميټې له لورې د ۱۶ پایو ټرانسفارمرونو مرسته ترسره شوه.
خبر زیاتوي: د سره صلیب نړیوالې کمېټې له برېښنا شرکت سره د مرستو لړۍ په دوام، داځل د کابل برېښنا له ریاست سره په بېلابېلو ظرفیتونو د ۱۶ پایو نویو ټرانسفارمرونو مرسته وکړه.
د کابل برېښنا رئيس مولوي حکمت الله آخند زاده د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې د مرستو شویو ټرانسفارمرونو په خاطر مننه وکړه او ترڅنګ یې زیاته کړه چې نوموړي ټرانسفارمرونه به د کابل شبکې په اړندو سیمو کې د اضافه بارۍ ستونزې د حل په موخه تنظیم او ولګول شي.
اړوند موضوعات
د افغانستان بریښنا شرکت وایي: د دغه شرکت اړوند ۱۴۹۵ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې.
همداراز د یادې کمېټې استازي انجنیر ولي جان وویل، په مجموع کې ۳۴ پايې ټرانسفارمرونه د کابل برېښنا له ریاست سره ژمنه شوې چې ۱۶ يې اوس لېږدول شوي او ۱۸ نور ټرانسفارمرونه به په نېږدې راتلونکې کې کابل برېښنا ریاست ته وسپارل شي.