د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د سمنګان مرکز ایبک کې پر یوې مدرسې برید غندلی او دا یې لوی جنایت بللی.

0
103

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د سمنګان مرکز ایبک کې پر یوې مدرسې برید غندلی او دا یې لوی جنایت بللی.

1 دسمبر 2022

 

د اسلامي امارت ریاست الوزراء عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد دفتردسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سمنګان مرکز ایبک ښار کې پر یوې مدرسې برید غندلی او دا یې یو نه بخښونکی جنایت بللی.

 

د سیاسي مرستیال پیغام لیکي: په خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان او اسلام دښمنانو نن د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې په دیني مدرسه کې د چاودنې له امله زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

دا برید د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف او نه بخښونکی جنایت دی چې په کلکه یې غندم.

 

د افغانستان او اسلام دښمنانو په دې برید سره چې د قرآن او سنتو زده کوونکي یې په نښه کړل، له اسلام سره خپله دښمني ښکاره کړه. ډاډ ورکوم چې د دې جنایت عاملین به بې ځوابه پاتې نشي.

 

‏د دې پېښې شهیدانو ته دالله ج له دربارڅخه فردوس جنت، کورنیو ته یې جمیل صبر او ټپیانو ته عاجله شفا غواړم.

اړوند موضوعات

ملا برادر د سمنګان پېښې قربانیانو ته د تسلیت پیغام وړاندې کړی 

یاده دې وي چې تیره ورځ د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار جهادیه مدرسې کې زوروره چاودنه رامنځته شوه، چې له امله یې تر ۵۰ پورې د دغه مدرسې تنکي ماشومان او طالب علمان ټپیان او په شهادت ورسیدل.
حماد

Leave a reply