ملا برادر د سمنګان پېښې قربانیانو ته د تسلیت پیغام وړاندې کړی 

0
166

ملا برادر د سمنګان پېښې قربانیانو ته د تسلیت پیغام وړاندې کړی 

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان او اسلام دښمنانو تېره ورځ د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې په یوه دیني مدرسه کې د چاودنې له امله زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

 

(2022 / 12 / 1   نېټه باغي ټلویزیون)

جزیات: 

د ا.ا.ا. د لومړي وزیر د دفتر د سیاسي مرستیال له خوا د تسلیت پیغام: په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان او اسلام دښمنانو تېره ورځ د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې په یوه دیني مدرسه کې د چاودنې له امله زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

دا برید د ټولو اسلامي او بشري اصولو خلاف او نه بښونکی جنایت دی چې په کلکه یې غندم.

د افغانستان او اسلام دښمنانو په دغه برید سره چې د قرآن او سنتو زده کوونکي یې په نښه کړل، له اسلام سره خپله دښمني څرګنده کړه.

زه ډاډ ورکوم چې د دې جنایت عاملین به بې ځوابه پاتې نشي. د دې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم.

اړوند موضوعات:

په سمنګان ولایت کې په یوه دیني مدرسه کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د سمنګان ولایت کې په یوه دیني مدرسه د برید له امله لسګونو د مدرسې زده کوونکو ته مرګ ژوبله واووښته.

 

Leave a reply