په سمنګان ولایت کې په یوه دیني مدرسه کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

0
164

په سمنګان ولایت کې په یوه دیني مدرسه کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ځينو سیمه ییزو رسنيو له سمنګان ولايت څخه خبر ورکړى، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې رامنځته شوې، چې ډېرى قربانيان يې د ٩ او ١٥ کلونو ترمنځ ځوانان دي، چې له امله يې ١٧ جسدونه او ٢٦ ټپيان د دغه ولايت روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

 

(2022 / 11 / 30   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په سمنګان ولایت کې په یوه دیني مدرسه کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې، د سمنګانو ولایت په ایبک ښار کې د «الجهادي» په ښوونځي کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰ زده کوونکي وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

خو تر اوسه د دې چاودنې مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره نه ده خپره شوې.

ځينو سیمه ییزو رسنيو له سمنګان ولايت څخه خبر ورکړى، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې رامنځته شوې، چې ډېرى قربانيان يې د ٩ او ١٥ کلونو ترمنځ ځوانان دي، چې له امله يې ١٧ جسدونه او ٢٦ ټپيان د دغه ولايت روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ښايي د دې پېښې د قربانيانو شمېر زيات شي.

Leave a reply