پاکستان؛ یو کان کې د چاودنې له امله ۹تنه وژل شوي دي

پاکستان؛ یو کان کې د چاودنې له امله ۹تنه وژل شوي دي
دغه چاودنه د اورکزي په سیمه کې شوې ده. د پاکستان حکومت وايي، د پېښې ځای ته يې يو څېړونکی پلاوی لېږلی او په دغه کان کې د چاودنې لامل د ګازو کنډکشن بولي. د چاودنې د ځای پولیسو ویلي، چې په دغه کان کې ۱۳ تنو کارګرانو کار کاوه، چې ۹ تنه یې مړه او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي.
(2022 / 12 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۹ تنه کارګران وژل شوي دي.
دغه چاودنه د اورکزي په سیمه کې شوې ده. د پاکستان حکومت وايي، د پېښې ځای ته يې يو څېړونکی پلاوی لېږلی او په دغه کان کې د چاودنې لامل د ګازو کنډکشن بولي.
اړوند موضوعات:
لویر اورکزۍ کښې د سکرو کان راغورځیدلې دې، ۹ مزدوران مړه شوي دي
د چاودنې د ځای پولیسو ویلي، چې په دغه کان کې ۱۳ تنو کارګرانو کار کاوه، چې ۹ تنه یې مړه او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي.






