د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ایران هیواد له یو شمیر پانګوالو سره لیدنه ترسره کړه.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ایران هیواد له یو شمیر پانګوالو سره لیدنه ترسره کړه.
30 نومبر 2022
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شېخ شهاب الدین دلاور د تخنیکي او جیولوجي سروې مرستیالانو په شتون کې د ایران هیواد د پارسیان شرکت پانګوال اجرائیه مدیر دکتور محمد مسعود سمیعی نژاد او د احیا سپاهان صنایع او کانونو شرکت د مدیره هیئات رئیس دکتور علی یوسف پور او مل پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د افغانستان، ایران او نورو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او وویل: دا چې په ټول افغانستان کې پوره امنیت راغلی له ټولو په ځانګړې توګه زموږ د ګاونډیو هیوادونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره هر کلی کوم.
د احیا سپاهان صنایع او کانونو شرکت مدیره هیئت رئیس د وزارت له مشرتابه څخه دوی ته د وخت ورکولو او لیدلو لپاره مننه وکړه او وویل: دواړه هیوادونه له کلونو راهیسې دوستانه، کلتوري، او تاریخي اړیکي لري او له یو بل سره زیاتې مرستې درلودې.
اړوند موضوعات
هغه همدارنګه د افغانستان په کانونو د پانګونې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د باختر فولاد شرکت چې موږ له یو چتر لاندې کار کوو، ښه تخنیکي او مالي تجربه لرونکی یو موږ غواړو د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړو.





