د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس او د ترکمنستان له سفیر سره لیدنه ترسره کړه.

0
231

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس او د ترکمنستان له سفیر سره لیدنه ترسره کړه.

29 نومبر 2022

 

د کانونو او پټرولیم وزارت څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شېخ شهاب الدین دلاور د تخینکي مرستیال انجنیر حلیمي او د پالیسي مرستیال ضیاءالرحمن په ګډون د ټاپي پروژې له اجرائيوي رئيس ښاغلي محمد مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان هیواد سفیر خواجه عوضوف لیدنه وکړه.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ شهاب الدین دلاور مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: چې د ټاپي د ګازو نل لیکې پروژه یوه له سترو اقتصادی او ټولنیزو پروژو څخه ده چې د افغانستان په خاوره کې له پلي او عملي کولو سره به په هیواد کې د کاري فرصتونه زیاتوالی او پانګونې رامنځته شي.

 

د افغانستان خلک او اسلامي امارت په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي پېل ته په بې صبرۍ سره انتظار باسي.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه: دا چې افغانستان په ښه امنیتي وضعیت کې دی نو باید چې له دې فرصته څخه ګټه پورته کړو او د دواړو هیوادونو افغانستان او ترکمنستان په همکارۍ سره هر څومره ژر چې کېږي د ټاپي پروژې عملي کار پېل کړو.

 

د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف هم د ټاپي پروژې د پلانونو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او وویل: چې ترکمنستان د ټاپي پروژې د عملي کار د پېل لپاره په چټکۍ سره کار کوي او په نږدې راتلونکي کې به له افغانستان سره په دې اړه یو واضح کاري پلان شریک کړيو

اړوند موضوعات

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر  د مسک عینک قراردادي چین MCC شرکت اجرائیوي مرستیال سره ولیدل.

نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې په هرات ولایت کې به د ګازو د وېش د زېرمو د جوړولو په برخه کې د ترکمنستان د همکارۍ په اړه مشخص پروګرام وړاندې کړي.

Leave a reply