په بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان ځانمرګی برید شوی

د چاودنې نوعیت او د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی په ډاګه شوی. دا برید یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې پاکستاني ط.البانو اعلان وکړ چې له پاکستاني حکومت سره یې اوربند پای ته رسېدلی او په ټول هېواد کې به پاکستاني پوځیان په نښه کوي. تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت تحریک ط.البان پاکستان په رسمي توګه نه دی منلی.
(2022 / 11 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان ځانمرګی برید شوی. یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې نن چهارشنبه سهار د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني پوځیانو پر ۹ کاروانونو ځانمرګی برید شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې تر اوسه د ۵ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو او د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۲۲ نورو د ټپي کېدو پخلی شوی دی.
اړوند موضوعات:
کابل د ټي ټي پي او پاکستان حکومت تر منځ د اوربند پر تمدید هوکړه شوې ده