کابل د ټي ټي پي او پاکستان حکومت تر منځ د اوربند پر تمدید هوکړه شوې ده 

0
155

کابل د ټي ټي پي او پاکستان حکومت تر منځ د اوربند پر تمدید هوکړه شوې ده 

تر دې مخکې د شوي اوربند موده پرون پای ته ورسيده. د پاکستاني طالبانو تحريک د خبرو د پرمخ بيولو او اوربند د غځولو لپاره تر دې وړاندې د خپلو ځينو بندي مشرانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

 

(2022 / 5 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ په خبرو کې د اوربند پر اوږديدو هوکړه شوې ده.

راپورونو کې ويل شوي چې د دواړو لورو تر منځ په کابل کې پيل شوې خبرې د دمې او سلا مشورو په موخه د لنډمهال لپاره درول شوې او دواړو لورو هوکړه کړې چې د جون په نيمايي کې به بيا سره ګوري.

دا خبرې د سراج الدين حقاني په منځګړيتوب روانې وې او ويل کيږي چې دواړو لورو پکې پر خپلو غوښتنو ټينګار کړی دی.

په دې خبرو کې تر دې مهاله يوازينی پرمختګ دا ښودل کيږي چې دواړو لورو د اوربند پر غځولو ټينګار کړی دی.

تر دې مخکې د شوي اوربند موده پرون پای ته ورسيده. د پاکستاني طالبانو تحريک د خبرو د پرمخ بيولو او اوربند د غځولو لپاره تر دې وړاندې د خپلو ځينو بندي مشرانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان حکومت د دې غوښتنې په غبرګون کې د يادې ډلې ځينې مشران کابل کې د ا.ا چارواکو ته سپارلي دي.

Leave a reply