د امریکا د دفاع وزارت: ځواکونو مو د افغانستان کې د ډیموکراسۍ لپاره قرباني ورکړې ده

د امریکا د دفاع وزارت: ځواکونو مو د افغانستان کې د ډیموکراسۍ لپاره قرباني ورکړې ده
د امريکا پر متحدو ايالتونو تور پورې کېږي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د ډيموکراسۍ د پليتابه په نوم جګړې پيل کړې او په داسې حال کې د بيان د ازادۍ شعارونه زمزمه کوي، غواړي پر ټوله نړۍ خپل اصول پلي کړي.
(2022 / 5 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن ويلي، ځواکونو یې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ لپاره قرباني ورکړې ده.
اسټن دا څرګندونې پرون شپه د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د وژل شويو او ټپي شويو امريکايي سرتېرو په يادغونډه کې کړې او د امريکا د دفاع وزارت پر وېبپاڼه خپرې شوې دي.
امریکایي ځواکونه له شاوخوا شل کلن حضور وروسته د تېر کال د اګست میاشتې په وروستۍ نېټه له افغانستانه په بشپړ ډول ووتل.
امريکايي چارواکي وايي چې په دې جګړه کې يې ۲۴۶۱ سرتېري ووژل شول او په زرګونو نور مرګوني ټپيان شول.
د امريکا پر متحدو ايالتونو تور پورې کېږي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د ډيموکراسۍ د پليتابه په نوم جګړې پيل کړې او په داسې حال کې د بيان د ازادۍ شعارونه زمزمه کوي، غواړي پر ټوله نړۍ خپل اصول پلي کړي.






